د پاکستان همکاري یوه پوچه نظریه
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

نړیوالو په تېره بیا امریکایانو د ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان او سیمه کې ترهګرو سره جګړه کې د پاکستان په همکارۍ ډډه لګولې او ددې همکارۍ په تمه يي په میلیاردونو ډالر پاکستان سره مرسته کړې او تر اوسه دا مرسته ادامه لري . بلاخره د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قومندان مرستیال ډګرجنرال ډیویډ رودریګوز ( David Rodriguez Lt.Gen ) د فبرورۍ په دوهمه په واشنګټن کې خبریالانو ته په یوه څرګندونه کې وايي چې موږ د پاکستان له همکارۍ پرته هم د ترهګرو په وړاندې جګړه مخې ته بیولای شو او دوی په ګونډو کولای شو .

دا خبره که یوخوا ترهګرو سره د جګړې په اړه د پنجاب د دوه مخۍ په باب د امریکا د زړه راز څرګندوي خو بلخوا د پنجاب په اړه د لویدیځ او امریکا پوره نهیلي ښۍ چې تر اوسه يي ترهګرو سره په جګړه کې پر پنجاب ګورګورې څنډلې . داسې ښکارې چې د انګریز او امریکا وفادار شاګرد پنجاب ، ترهګرو سره په جګړه کې نور د خپل استاد خبرو ته غوږ نه ږدی او دوی ته يي د کومې بلې قبلې په پیداکولو سره شا اړولې وي .

پنجاب ترهګرو ته د ملي اړتیا پتوګه له چا خپل نظر نه پټوي او واکمنان يي اوس د تېر په خلاف په دې اړه په رسنیو کې په ډانګ پييلې څرګندونې کوي . دوی ښکاره وايي د کشمیر پر سر د ترهګرو له ملاتړه پرته د دوی پوځ د هند په وړاندې د یوې ورځې د ټینګې نه دی او په دې لامل د خپل پوځ په څنګ کې باید ترهګر ولري . افغانستان کې هم ترهګر په دې پلمه جنګوي چې که افغانستان پر پښو ودریږي او پياوړي شي ، نو یوخوا به هند او بل خوا به افغانستان شي او پنجاب به د ژرندې د دوه پلونو په منځ کې چیت او دل شي . په دغو دواړو جبهو کې د پنجاب ډارن او په بنګله دیش کې بګیل شوی پوځ د ترهګرو مرستې ته اړتیا لري او دا خبره د پنجاب د ستراتیژۍ او بهرنیو پالیسیو منځړی جوړوي .

د سولې د عالې شورا یو غړی چې څو ورځې مخکې يي پاکستان ته سفر کړی و ، وايي چې پاکستان کې د ځینو ګوندونو سرغندویان او مذهبي مشران او د پاکستان دولتي لوړپوړي چارواکي افغانستان کې د هند د اغیز په اړه اندیښنه لري . نوموړی وايي چې پاکستاني مقاماتو د سولې د عالې جرګې پلاوي ته ویلي چې افغانستان کې د هند اغیز په هيڅ ډول پاکستان ته د منلو وړ نه دی او ددې اغیز د کموالې غوښتنه يي کوله . د سولې د عالي جرګې نوموړی غړی زیاتوي چې د پاکستان غوښتنه دا ده چې افغانستان باید د هند او پاکستان ترمنځ یو خوښ کړي او هغه باید پاکستان وي .

بلخوا پاکستان له پنجاب پرته ، په کور دننه د بلوچیستان د خپلواکۍ غورځنګ سره په سخته جګړه کې ښکېل دی . پنجاب دا غورځنګ ملي نه بولي او وايی چې د افغانستان او هند لخوا ورسره مرسته کیږي . په همدې اړوند د فبرورۍ په لومړۍ نېټه « د پاکستان استخباراتي شبکې آی ایس آی یوه افغان ژورنالیست ته وړاندیز کړی وو چې که د بلوچو بېلتون غوښتونکی مشر او په افغانستان کې د هند سفیر ووژني څه باندې دوه ملیون ډالره به ورکړي.

افغان خبریال نواب مومند، چې له ګڼو افغاني رسنیو سره یې کار کړی، په یوه مرکه کې چې ټاکل شوې ده نن شپه د پنجاب له یوه تلویزیونه خپره شي، وویل، آی ایس آی اته لکه ډالر د کابل په یوه زرګرۍ کې د ده لپاره امانت کېښودې او ورته ویې ویل چې دا پیسې به په هغه ورځ وروسپارل شي چې ده د بلوچانو د وژل شوي ملي مشرنواب اکبرخان بګټي لمسی وواژه.

 

نواب مومند وايي چې ده ته خپل پښتني ضمیر اجازه ورنه کړه چې داسي څوک د پیسو په مقابل کې ووژني چې د ده خاورې ته یې پناه وروړې ده نو له افغان دولتي مقاماتو سره یې د دې موضوع په باب تماس ونیوه. »

د پورته دوه بېلګو له یادونې څخه موخه دا ده چې پنجاب په څو جبهو کې د ترهګرو ملاتړ ته اړتیا لري او د ترهګرو له شتون پرته پنجاب روغ نه شي پاتېدلای .

د جنوري په ۲۷ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل چې افغانستان او پاکستان به په سیمه کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره د ملکي او پوځي مقاماتو یو ګډ کمیسون جوړ کړي.

« موږ په خپلو خبرو کې سلا وکړه چې په خپلو اړیکو کې یو نوی باب پرانیزو او پر دې مو ټینګار کړی چې د تروریستي عناصرو د محوه کولو لپاره به ګډې هلې ځلې کوو.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر حتی وویل چې د دواړو هیوادونو په اړیکو کې د سمندر هومره بدلون راغلی او دواړه هیوادونه د اړیکو د ښه کولو لور ته مثبت ګامونه اخلي. »

خو د امریکايي جنرال له څرګندونو یوه ورځ روسته دا ټولې خبرې بیا سرچپه شوې او هر څه په بله واوښتل . د چهارشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان پوځي مقاماتو وویل چې د دواړو هیوادونو سرحدي ځواکونو په پوله کې پر یو بل دزې کړي او دواړه خواوې مقابل لوری د ډزو په پیلولو تورنوي.

« په خوست ولایت کې د افغانستان د سرحدي پولیسو د څلورم کنډک قومندان جنرال المرګل منګل تایید کړه چې د دواړو خواوو سرحدي ځواکونو پریو بل ډزې کړي خو د ده په وینا ډزې د پاکستاني ځواکونو له لوري پیل شوې. »

دا خبره چې د ترهګرو د ځالو د ړنګولو په اړه پنجاب ریښتونی نه دی او پنجاب په دې سربېره ترهګرو ته اړتیالري افغانانو تل ، امریکایانو او نړیوالو ته کوله . خو امریکایانو او لویدیځوالو د خپلو ملي ګټو په لامل پنجاب نه خواشینی کاوه او هغه يي ترهګروسره جګړه کې د ځان همکار باله . اوس امریکایان او لویدیځ دې ته اړ دی چې نه یوازې  د پنجاب د دوه مخۍ په اړه غوڅې خبرې وکړي بلکې ټاکلي اقدامات هم ترلاس لاندې ونیسي .

د امریکا او لویدیځ لومړی او کاری اقدام به دا وی چې په پنجاب خپلې مرستې بندې کړي او په دې توګه په پنجاب کې د ترهګرو د روزلو او پاللو مالې زیرمې وچې شي .

د افغانستان د اردو پياوړي کول هم په هغو اقداماتو کې راتلای شي چې پنجاب بلاخره لارې ته راوستلای شي .

که هند هم پرشا وټپول شي او شاباسي ورکړل شي ، پنجاب له مستۍ راغورځولای او سمولای شي .

وخت وښوده  د امریکایانو او لویدیځ دا نظریه چې په افغانستان او سیمه کې ترهګر د پاکستان د همکارۍ له لارې جارو کېدای شي ، بابیزه او پوچه نظریه وه .

اخځونه :

بېلا بېلې بریښناپاڼې

    


February 3rd, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی